IQNA

دددښمنانو په وړاندې  مقاومت نه کول له قرآن کریم څخه لیرېکیدا ده

10:22 - February 01, 2025
د خبر لمبر: 3490563
ایکنا – د ایران د قرآن دنړیوالو سیالیو یوې قاري  میرمن حوراء حیدر حمزه په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ له قرآن کریم څځه لیکیدا  یوازې د قرآن قرائت ته بې  توجهي نه ده ،بلکې  د قرآن په مفهومونو باندې عمل نه کول او د دښمنانو د ظلم په وړاندې د نه دریدا دلیلونه هم یو ډول  له قرآنه لیریکیدا شمیرل کیږي.

میرمن  حوراء حیدر حمزه  چې د لبنان یوه مشهوره قاري ده ،  او د قرآڼ کریم  د نړیوالو سیالیو په ۴۱ پړاړ کې ئې ګډون کړی ، ایکنانیوز سره په خبرو کې  د خپلې مختصرې بایوګرافۍ په یادولو سره ووئيل؛ زه ۲۳ کلنه یم او په پوهنتون کې مو د ریاضیاتو په څانګې کې زده کړې دي ، خو په دغې څانګې کې زده کړې  ته مو دوام ورنه کړ او قرآن کریم ته مو  مخه کړه او الحمد الله  په  درو کلونو کې وتوانیدم ، د پام وړ پرمختګ وکړم.دمګړئ په کربلا ښار کې د قرآن یوه استاده او مدرسه  یم ا د حسیني مقدس آستان کې تدریس کوم.

 د لبنان دغې قاري  ددې خبرې په کولو سره چې  لومړی ځل دی چې په ایران کې په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوم ووئيل؛ما د برازیل د سیالیو په څیر په نورو نړیوالو سیالیو کې هم ګډون کړی ، خو  هغه ټول په انټرنیټي بڼه  ترسره شوي دي  او د برازیل په سیالیو کې مو لومړی مرتبه ترلاسه کړې ده.

هغې  د قرآڼ د زده کولو د وخت او د قرآن په قرائت کې دخپلو بیلګو په باب هم ووئيل؛ زمه الهام بخښونکی لومړنی شخصیّت  حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  دی او ما  الحمدالله درې کاله مخکې د قرآن د  حفظ  او تجوید او د ترتیل قرائت پیل کړی ؤ.

دغه نړیوالې قاري  میرمن حوراء حیدر  د ایران د سیالیو ددغه پړاؤ د میرمنو قاریانو د سیالیو او  سوئې په باب هم ووئيل؛ د ایران  د قاري میرمنو سطح  د قرآنی مهارتونو د  ودې او قرآن کریم ته د ایران د  ولس اهمتام او د توجه ښودنه  کوي  او د سیالیو  ددغې سوئې  په زمینې کې باید ووئيل شي چې  په ډيرې لوړې سوئې دي او  په تیره بیا  چې ټول  ګډون کونکي  د مختلفو هیوادونو غوره کسان دي  او  داسلام د شریعت  له احکامو خبر  دی نو ځکه باید  دخداوندکریم  له کلامه  او د نبوي سنته پيروي وکړو.

د لینان  دغې میرمنې قاري  ددغو سیالیو د  شعار په باب عیني ؛ قرآڼ،د کمال یوازینۍ نسخه ؛  شعار په باب  ووئيل؛ دغه شعار سږکال ته مخصوص نه دی ،بلکې یو دایمي شعار دی،یعنی د خداوندمتعال  کتاب  قرآن دی چې  پر رسول الله بزرګوار(ص) نازل شوی دی او د اسلام د شریعت احکام لري، نو باید د خدای تعالی د کلام او د نبوی سنت پیروي وکړو.

میرمن حوراءحیدر په ځينو اسلامی ټولنو کې د قرآن کریم  له احکامو څخه د لیریکیدا په باب هم ووئيل؛ په ځينو هیوادونو کې ممکنه ده قرآن کریم  د قرائت له پلوه نزدیکت ولرل شی، خو په اصل کې  د قرآن قرائت،او د قرآنی محفلونو ترسره کیدا مهمه  نه ده ،بلکې  د قرآن په مفهومونو عمل کول مهم دي،نو ځکه وینو چې ځيني هیوادونه د قرآن قرائت ته ډير زیات اهمیّت ورکوي، خو د دښمنانو په وړاندې او د ظلم په مقابل کې نه دریږي او مقاومت نه کوي، نو دا هم یو ډول له قرآن کریمه لیریکیدا ده.

https://iqna.ir/fa/news/4262607

captcha